ترکیې ۳۰۰ افغان پناه‌ غوښتونکي بېرته افغانستان ته لېږلي

د ترکیې چارواکو ۳۰۰ افغان پناه‌ غوښتونکي، چي هلته ئې د اوسېدلو قانوني اسناد نه درلودل له نیولو وروسته په یوې ځانګړې الوتکه کي افغانستان ته استولي دي.
ترکي رسنیو د لیندۍ میاشتي پر لومړۍ دا راپور خپور کړی او ویلي ئې دي چي یاد افغانان د وان په ښار کي نیول سوي وو. همداراز یو شمېر نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چي افغان او سوریایي کډوال د ترکیې څخه د ايستلو په مرکزونو کي له سخت ناوړه چلند او وهلو ټکولو سره مخ دي.
بايد وويل سي، چي د ترکيې څخه د دغه افغان کډوالو د ايستلو په تړاو تراوسه پوري ط..البانو څه نه دي ويلي.