«تهران کي خوندي ځای نه سته» — د هوايي بريدونو پر مهال د تهران له دننه يو انځوريز راپور
سرچينه: ګارډين ورځپاڼه
د ایران خلک د پنجشنبې په ورځ په تهران کي د نوو چاودنو له لړۍ سره راويښ سول. دا د جګړې شپږمه ورځ ده، هغه جګړه چي د متحده ایالات او اسراییل له بريدونو وروسته پيل سوې ده. راپورونه وايي تر اوسه تر ۱۲۰۰ زيات کسان وژل سوي دي، چي پکي د ايران ستر مذهبي مشر علي خامنهاي هم شامل بلل کېږي.
د وژل سوو کسانو په منځ کي ۱۶۸ ماشومان هم شامل دي، چي د ايران د جنوب په هرمزګان ولايت کي په يوه ښوونځي کي وژل سوي دي. زرګونه نور کسان ټپيان سوي دي.
واشنګټن اعلان کړی چي په ايران کي به نور «ژور» اهداف هم وولي، په داسي حال کي چي اسرائيلي چارواکو ويلي دي چي د جګړې له پيل راهيسي تر پنځه زره زيات بمونه غورځول سوي دي.
ايران هم په توغنديو او بېپيلوټه الوتکو ځواب ورکړی او د سيمي يو شمېر هدفونه يې ويشتلي دي، چي پکي اسراییل، امارات متحده عربي، قطر او سعودي عربستان شامل دي. د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان ويلي چي هېواد به يې له ځانه دفاع وکړي.
يوازي يوه اوونۍ وړاندي د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي په ژنیو کي د اټومي خبرو د درېيم پړاو لپاره ګډون کړی و او ويلي يې وو چي تهران او واشنګټن «هوکړي ته نږدې» سوي دي. خو دوې ورځي وروسته امريکا او اسراییل جګړه پيل کړه.
تهران چي شاوخوا لس ميليونه وګړي لري، اوس د جګړې په لمبو کي سوځي او تر ټولو زيات زيان ملکي وګړو ته اوښتی دی.
• د چهارشنبې په ورځ د تهران په سوېل ختيځ کي يو استوګنيز مجتمع وويشتل سو. دوه د اپارتمان بلاکونه په بشپړه توګه ويجاړ سوي او پنځه نور سخت زيانمن سوي دي.
• اوسېدونکي له خپلو کورونو وتلي دي او د ژغورني ډلي مړي انتقالوي او ټپيان درملنه کوي.
• د چاودنو لوګي او يخ ژمی هوا تنفس سخت کړی دی.
• د البرز غرونه اوس نه يوازي د ژمي مه لري، بلکي د چاودنو درانه لوګي هم پکي بند سوي دي.
• د تهران سوېل ختيځ اوس ګډوډ او له وېرې ډک دی. ځيني ځواني نجوني د سړک غاړي ته ناستي دي او خلک بېله احساسه له څنګ څخه تېرېږي.
• ښځې او نارينه خپل ضروري شيان راټولوي. يوه ښځه د خپلو مرغانو قفس په احتياط د موټر پر مخکينۍ څوکۍ ږدي.
• ډېري کورنۍ خپل کورونه پرېږدي او د ګيلان غرونو يا د کاسپين سمندر غاړو ته د پناه لپاره ځي.
• د ويجاړيو تر منځ د ماشومانو لوبي، کتابونه او مات ښيښې ليدل کېږي.
ايرانی عکاس محمد محسنفر وايي: «يوه تر ټولو بده ستونزه دوهمې چاودنې دي. کله ناکله د ژغورنې ډلې چې ورسېږي، څو دقيقې وروسته بله چاودنه کېږي. دا کار تلفات زياتوي او د ژغورنې ډلي هم زړه نا زړه کوي.»
ژوند روان دی، خو محدود
• ښوونځي او پوهنتونونه د شنبې له ورځي تړل سوي، خو ځيني بازارونه او دوکانونه لا هم خلاص دي او ځيني رستورانونه د ماښام پر مهال خلکو ته خواړه ورکوي.
• د انټرنېټ پرې کېدو له امله د کورنيو او دوستانو ترمنځ اړيکي ډېري سختي سوي دي.
• د سې شنبې په ورځ د ازادي ميدان ته نږدې بريد وسو او هغه سړک موقتي بند سو چي پلازمېنه د ختيځو ولايتونو سره نښلوي.
• هماغه ورځ د انقلاب ميدان پوليس سټېشن هم وويشتل سو.
خلک لا هم د ډوډۍ پېرلو يا د خپلو خپلوانو ليدلو لپاره سړکونو ته راوځي، خو په ډېر احتياط ګرځي. ښار ډېر ارام او نيم تش ښکاري، خو د ليري چاودنو ږغونه اورېدل کېږي.
عکاس محسنفر وايي: «کله چې د ترافيک څراغ سور سي او بايد ودرېږې، ډېر وېرونکی وي. خو حرکت هم خطرناک دی، ځکه اوس په تهران کي نور هېڅ خوندي ځای نه سته.»