د پاکستان څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي پنج شنبه ماښام مهال د شمالي وزيرستان په تحصيل شېواه سيمه کي وسله والو پر پاکستاني پوځ بريد کړی او د سيمي څخه تښتېدلي دي، خو پاکستاني پوځ پر ولسي خلګو ټکان کړي يو پښتون ځوان ئې وژلی او يو ئې ټپي کړی دئ.
د پښتون ژغوني غورځنګ د رهبري غړی حنيف پشتين د دغه پښتون ځوان وژني ته په غبرګون کي ويلي، چي د پاکستان پوځي د ډالري جنګ قربانيان تل د پښتنو قوم وي.
هغه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي:«په دې روان ډالري جنګ کي تر ټولو لویه قرباني عام پښتانه ورکوي، زموږ کورونه او وطن دا دئ د جګړې میدان ګرځول سوی او ګټه ئې یوازي پاکستاني پوځ ته رسیږي.