د ط..البانو تر واک لاندي د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د شنبې په ورځ ۲۲۱۶ د افغان کډوالو کورنۍ د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د ايران څخه د اسلام کلا د لاري ۶۲۵ د افغان کډوالو کورنۍ او د نيمروز ولايت د ابريشم پله د لاري ۹۹ د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي دي.
خبرپاڼه دغه راز زياتوي، چي د پاکستان څخه ۱۳۹۰ د افغان کډوالو کورنۍ د تورخم د لاري، ۱۶۳ د افغان کډوالو کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري او ۲۰ کورنۍ د هلمند ولايت د بهرامچې د لاري افغانستان ته راغلي دي.
دا په داسي حال کي ده چي د رواني ميلادي مياشتي د پيل سره سم د پاکستان څخه د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ چټکه سوې او هره ورځ زرګونه افغان کډوال په زور او جبر د خپلي خاوري څخه شړي.