پر ايران د اسرائیلو تر بريدونو وروسته افغانستان ته د دغه هيواد څخه د افغان کډوالو بهير پيل سوی، هره ورځ افغانستان ته د دغه هيواد څخه په زرګونه افغان کډوال راځي.
د ط..البانو تر واک لاندي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د چهار شنبې په ورځ د ايران د بېلابېلو ښارونو څخه ۳۰ زره افغان کډوال د اسلام کلا بندر د لاري افغانستان ته راغلي دي.
دغه افغان کډوال په ايران کي د وروستيو بريدونو او د جګړې څخه د بيري له امله په خپله خوښه او ياهم په جبري ډول باندي ايران پرېږدي او افغانستان ته راغلي.
دا په داسي حال کي ده، چي تر دې يوه ورځ وړاندي هم د ايران څخه ۱۷ زره افغان کډوال افغانستان ته د اسلام کلا بندر د لاري راغلي وه.