د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د چهار شنبې په ورځ د پاکستان څخه د افغان کډوالو ۶۴ کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۳۴۲ تنه کېږي د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي، چي تر ثبت او راجستر وروسته بېرته خپلو اصلي سيمو ته لېږدول سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په همدې ورځ ۲۴ تنه هغه افغان کډوال چي په پاکستان کي بنديان وو، د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي او د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي.