تېره ورځ د پاکستان څخه ۸۲۰ د افغان کډوالو کورنۍ کندهار ته راغلي

د کندهار د ط.. البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د رياست څخه د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د‌ پنج شنبې په ورځ د پاکستان څخه ۸۲۰ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۲۴۰۳ تنه کېږي د سپين بولدک د‌‌ لاري کندهار ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوال په زور او جبر د پاکستان دولت ايستلي او افغانستان ته ئې لېږلي دي.
باید وويل سي، چي په دې وروستيو کي پاکستان د افغان کډوالو د نيولو او ايستلو لړۍ چټکه کړې ده او هره ورځ زرګونه افغان کډوال د خپلي خاوري څخه باسي‌