د کندهار څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د جمعې په ورځ د کندهار – هرات پر لويه لاره د هلمند په سيمه کي د يوه کوچني موټر او ټېلر د ټکر له امله په کوچني موټر کي سپاره ټول کسان وژل سوي دي.
د سرچينې په حواله چي په دغه وژل سوو کسانو کي درې کوچنيان هم شامل دي.