د ط..البانو تر واک لاندي د کډوالو چارو کمېسیون د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي د يکشنبې په ورځ ۱۴۸۰ دافغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۷۹۹۰ تنه کېږي د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي ۹۵۰ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک او ۴۶۲ کورنۍ د ننګرهار د تورخم د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي او همدارنګه ۳۴ کورنۍ د اسلامکلا او ۹ کورنۍ د ورېښمو له پله د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
د ط..البانو په دغه خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه افغان کډوال د پاکستان دولت په زور او جبر د خپلي خاوري څخه شړلي او افغانستان ته ئې رالېږلي دي.
باید وويل سي، چي په دې وروستيو کي د پاکستان دولت د افغان کډوالو د ايستلو او شړلو لړۍ چټکه کړې ده او هره ورځ زرګونه افغان کډوال په زور د خپلي خاوري څخه باسي او افغانستان ته ئې لېږي