د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د دوشنبې په ورځ په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د يکشنبې په ورځ ۱۱۰۸ د افغان کډوالو کورنۍ د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي ۷۰ کورنۍ د تورخم له لاري، ۲۰ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۸۵ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پله د لاري او ۹۳۲ کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
بايد وويل سي، چي يوازي په تېرو درو مياشتو کي د ايران څخه د يوميليون څخه اضافه افغان کډوال او همدرانګه په زرګونو نور د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.