د ط..البانو تر واک لاندي د حج ارشاد او اوقافو وزير نورمحمد ثاقب د يکشنبې په ورځ ويلي دي، چي سږکال د حج د مقدسي فريضې د اداکولو پر مهال په سعودی عربستان کي لس تنه افغان حاجيان وفات سوي دي.
هغه وايي، چي په دغه وفات سوو افغان حاجيانو کي څلور تنې ښځمني او شپږ تنه نارينه شامل دي.
د ط..البانو دغه وزير دغه راز زياته کړې، چي دغه افغان حاجيان د هغوی د کورنۍ په غوښتنه باندي په سعودی عربستان کي خاورو ته سپارل سوي دي.
بايد وويل سي، چي سږکال د حج د مراسمو له پاره ۳۰ زره افغان حاجيان سعودي عربستان ته تللي وه.