جوزجان: په ترافيکي پېښه کي يو کس وژل سوی او ۱۱ نورټپيان سوي

د جوزجان د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه ولايت کي د شبرغان – مزارشريف پر لويه لار باندي د پنج شنبې په ورځ دوو موټرانو ټکر کړی.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه ترافيکي پېښه کي يو کس وژل سوی او يوولس نور ټپيان سوي، چي ټپيان د درملني په موخه د جوزجان ولايتي روغتون ته انتقال سوي دي.