په ملګرو ملتونو کي د بریتانیا استازي جیمز کاریوکي د امنیت شورا په غونډه کي د خپلي وینا پر مهال په افغانستان کي د ط..البانو له خوا پر نجونو د زدهکړو د بندیز په اړه نیوکي کړي دي.
نوموړي ویلي، چي دا بندیز نه یوازي د نجونو او ښځو د اساسي بشري حقونو ښکاره نقض دي، بلکي د جنسیتي مساواتو او د ټولني د پرمختګ پر وړاندي یوه لوی خنډ هم دئ. هغه زیاته کړه، چي د نجونو له زدهکړو پرته د یوه باثباته او سمسور افغانستان تصور ناشونی دئ.
کاریوکي په خپلو خبرو کي ټینګار کړی، چي بریتانیا دا غیرعادلانه او تبعیضي سیاست په کلکه غندي او د ط..البانو څخه ئې په بیړني ډول د دغه بندیز د لغوه کېدو غوښتنه کړې: «د نجونو او ښځو تعلیم یوازي یو حق نه دي، بلکي دا د یوې ټولني د اقتصادي، ټولنیز او سیاسي پرمختګ له پاره اړین شرط دئ. ط..البان باید دا حقیقت درک کړي او د نجونو د زدهکړو مخه دي نوره نه نیسي.»
نوموړي د نړۍوالي ټولني د نورو غړو هم وغوښتل، چي په دې برخه کي خپل ږغ پورته کړي او پر ط..البانو فشار راوړي، ترڅو د نجونو او ښځو د حقونو درناوی وکړي. هغه دا هم روښانه کړه، چي بریتانیا به په افغانستان کي د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب له پاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
دغه څرګندوني په داسي حال کي سوې، چي په افغانستان کي د ط..البانو له بیاځلي واکمنۍ راهیسي، پر نجونو او ښځو باندي د زدهکړو او کار په ګډون ګڼ محدودیتونه لګول سوي دي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نورو نړۍوالو ادارو په وار وار د دغو محدودیتونو د پای ته رسولو ږغ کړی، خو تر اوسه په دې برخه کي د پام وړ پرمختګ نه دئ راغلی.