حامد کرزي پر ایران د اسرائيلو بریدونه د نړۍوالو قوانینو خلاف بللي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ایران د اسرائیلو وروستي بریدونه غندلي او ویلي ئې دي، چي دا ډول کړني د نړۍوالو اصولو او قوانینو سره په ټکر کښي دي.
نوموړي ویلي، افغانستان او ایران د تاریخي او کلتوري اړیکو له امله نږدې دوستان دي او ایران تل د افغانانو تر څنګ ولاړ دی. کرزي پر ایران د اسرائیلو دغه بریدونه د سیمي د ثبات له پاره زیانمنوونکي بللي او د نړۍوالي ټولني غوښتنه کړې، چي د داسي کړنو د مخنیوي له پاره اقدام وکړي.