د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پنج شنبې په ورځ په کابل کښي د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره لیدلي دي.
په دې ليدنه کښي دوی د سیمي پر روان وضعیت خبري او نظرونو تبادله کړي دي.
حامدکرزي د يادي ليدني پر مهال جاپان د افغانستان ښه ملګری بللی او له افغان ولس سره ئې په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د تعلیم، روغتیا او زراعت په برخو کښي د جاپان له همکاریو مننه کړې ده.