د افغانستان مخکني جمهور رئيس حامد کرزي د کابل د وچي ميوې د صادرونکو اتحاديو د غړو سره د ليدني پر مهال د افغانستان د وچي ميوې د صادراتو پر ښه کېدو بحث کړی دئ.
هغه د يادي ليدني پرمهال ويلي، چي د افغانستان ټول ملي تجران باید د افغانستان د سوداګرۍ د ودي له پاره لاس سره ورکړي او په ګډه دي د افغانستان د سوداګرۍ په برخه کښي هلي ځلي وکړي.