پخوانی والي او سياست وال محمد حليم فدايي وايي، چي ط..البان د خپل روان سياست له امله د بهرنيو مداخلو ته لاره هواروي.
هغه ويلي په افغانستان کي موجوده بحران او په راتلونکي کي چي پر افغانستان هر ډول بدي ورځي راځي مسئوليت به ئې په افغانستان کي د واکمني ډلي ط..البانو په غاړه وي.
د فدايي په وينا چي شل کاله مخکي هم افغانستان ته د ناټو د راتګ له پاره ط..البانو لاره ور کړه :«پرون ددوی د ناسمو سیاستونو په نتېجه کي ناټو افغانستان ته راغله، ددوی شل کلني جګړې د ناټو موقتي او عاجل حضور اوږد کړ، ددوی جګړې افغانستان پاکستان ته حواله کړ او ددوی موجود سیاست به بیا د بهرنیانو مداخلې ته زمینه برابروي.»
هغه ويلي چي افغانستان د روان خراب وضعیت څخه يوازي د ټولګډونه حکومت په جوړولو او ولس خپلولو سره خلاصېږي او په خبره یې چي اوس مهال په افغانستان کي داسي يو دولت ته اړتيا ده، چي هم ملي مشروعيت ولري او هم نړۍوال رسميت ولري.