د پښتون ژغورني د رهبري غړی حنيف پښتين پر خپله ايکس پاڼه باندي د پاکستاني پوځ د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کي هغه بمباريو ته په اشاره ويلي، چي دوې ورځي وړاندي ئې پر ملکي وګړو کړي وې، چي شمالي وزيرستان اوس په غزه بدل سوی.
د هغه په خبره چي په غزه کي اسرائیل بې دفاع مسلمانان وژني او د پاکستان په شمالي وزيرستان کي بيا د پاکستان پوځ د اسرائیلو د ظلم په شان بې ګناه او بې دفاع پښتانه په نښه کوي او هغوی وژني.
د هغه په خبره غزه او شمالي وزيرستان دواړه اوس يو شان دي.