د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار پر خپل ايکس پاڼه باندي د ط..البانو اوسنۍ انحصار سوي واکمنۍ ته په کينایه کي ويلي، په هغه ټولنه کي چي د انسان عزت د خاورو سره خاوري سي، د کور حرمت د بې رحمۍ په تارو وتړل سي او د انسان څخه د رايي د آزادۍ حق واخيستل سي او د حق ږغ وځپل سي هلته د هر غريب او شريف وګړي روح بندي او شکنجه وي.
د هغه په خبره په هغه ټولنه کي چي واکمن ځان بادار او ولس غلام کړي، نو ولس په دغه ټولنه کي په قفس کي د بندي شاهين په شان دئ، که د آزادۍ له پاره ئې هڅه وکړل، د غلامۍ څخه به خلاص سي او که بې مبارزې سو نو د تل له پاره به د غلامۍ په ځنځیر تړلی وي.
ګلبدين حکمتيار پر خپله ايکس پاڼه باندي کاږي: ((چيري چي نه د انسان عزت خوندي وي، نه ئې د كور حرمت، نه ئې د رايي او انساني حقوقو درناوى، واكمن په زور پرې تحميل سي، ده ته په سپكه سترگه گوري، ځان بادار او ولس غلام گڼي؛ هلته هر شريف انسان ځان داسي گڼي لكه شاهين په قفس كي؛ حتماً به د دې قفس ماتولو هڅه كوي؛ كه نه نو حقيقتاً غلام دئ.))