حکمتیار: په اسلام کي د مړي سپکاوی ستر جرم دی

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتیار په هرات کي د ط.البانو له خوا د یو کس د جسد سپکاوی او د هغه راځړول غندلي.
هغه پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چي په اسلام کي د جرمونو سزا معلومه ده، که حاکم تر ټاکلي اندازې کمی یا زیاتی کوي،دا ستر جرم دی.
دهغه په وینا که د اسلامي نظام ضد باغيان له جنګه لاس واخلي، نو دهغوی تعقیبول، وژل،د مړي سپکاوی او راځړول په اسلام کي نسته،او که یې څوک کوي نو دا کارونه په اسلام کي لوی جرمونه ګڼل کیږي.
د یادوني وړ ده چي تیره ورځ ط.البانو په هرات کي یو کس وژلی، دهغه مړی یې پر سړکانو نندارې ته وړاندي کړی، او بیا یې په هرات کي د کندهار پر دروازه راځړولی و