خليل زاد: چين په منځنۍ اسيا کي پر کاني زېرمو خپل کنټرول زیات کړی

د افغانستان له پاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليل زاد د دوشنبې په ورځ پر خپله ايکس پاڼه باندي ليکلي دي، چي چين په ټول توان هڅه کوي، چي په منځنۍ اسيا کي پر کانونو باندي خپل واک زیات کړي او د هغه په وينا چي چين غواړي د دې لاري څخه خپلي موخي ته ورسېږي.

خليل زاد پر خپله ايکس پاڼه باندي ليکي: ((په منځنۍ اسیا کي د چین د کنټرول هڅي خورا په تېزۍ سره وده کړې، په خاص ډول د سیمي پر بډایه کاني زېرمو. موږ باید د چین د دغه پرمختګ مخه ونيسو.))

هغه ويلي دي، چي د سیمي یو شمېر هيوادونه، په ځانګړي ډول افغانستان، ازبکستان، پاکستان او قزاقستان اماده دي، چي د ډونالډ ټرمپ د ادارې سره د کانونو په برخه کي معامله وکړي.

هغه د امريکا د دولت څخه غوښتنه کړې، چي د دغو هيوادونو سره دي د کانونو په برخه کي ژر تر ژره پوري يو پلان جوړ کړي، ترڅو په ياده برخه کي د چين د پرمختګ مخه نيول سوې وي. هغه وايي که په دغه برخه کي د امريکا دولت چپ پاته سې؛ نو په منځنۍ اسيا کي به چين خپلي موخي په اسانۍ تر لاسه کړي