د افغانستان له پاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د ايران څخه د افغان کډوالو پر ايستلو يو ځل بيا اندېښنه ښودلې ده.
د هغه په خبره چي ايران په خورا بې رحمۍ سره افغان کډوال د خپلي خاوري څخه په زور او جبر باسي.
د هغه په خبره، چي د افغان کډوالو سره د ايراني پوليسو چلند د انسانيت او بشريت خلاف دئ او بايد د دغه کار څخه د ايران دولت لاس واخلي.
زلمي خليلزاد دغه راز د افغان سوداګرو او بشري مرستو کوونکو ادارو د مرستي څخه هم مننه او قدردانی کړی، چي د افغان کډوالو سره ئې خپل تر وسه پوري مرسته کړې.