خواجه آصف: ط..البان دي په پاکستان نور کار نه لري

د پاکستان د‌ دفاع وزير خواجه آصف په خپلو تازه څرګندونو کي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو ناکامه کېدو ته په اشاره ويلي، چي ط..البان چي د هرچاسره سوداګري کوي و دې کړي؛ خو پاکستان دي نور پر کراره پرېږدي د هغه د ط..البانو د سوداګرۍ په اړه په ښکاره ډول د کوم هيواد نوم نه دئ اخيستی خو اشاره ئې هند ته وه.
خواجه آصف ويلي چي د پاکستان او افغانستان ترمنځ لاري دي تر هغه وخته تړلي بايد پاته سي؛ ترڅو چي ط..البانو د ترهګرو د‌ملاتړ څخه لاس نه وي اخيستی.
خواجه آصف دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي د پاکستان د سوداګرۍ وزير هند‌ ته تللی او هلته ئې د سوداګرۍ په اړه د‌ هند‌ د‌ چارواکو سره خبري کړي.