خوست کي يو ځوان د غريبۍ د امله ځان وژنه کړې

د‌ خوست څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په مرکز کي يو ځوان د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ د امله ځان وژنه کړې ده.
د سرچينې په خبره، چي دغه ځوان عيسی جان نومېدی او د خپل ټوله کورنۍ سرپرست وو.
سرچينه زياتوي، چي عيسی جان زهر خوړلي او ځان وژنه ئې کړې ده.
د ط..البانو له ۲۰۲۱ کال راهیسي په افغانستان کي د بیا واکمنۍ وروسته، د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله د ځوانانو ترمنځ د ځان وژنو کچه خورا لوړه سوې.
د نړۍوال بانک راپور ښيي چي په هیواد کي بېکاري دوه برابره زیاته سوې او له هر څلورو ځوانانو یو ئې بې دنده دئ. دغه وضعیت د فقر، لوږې او ناامیدۍ سره یوځای د ځان وژنو د زیاتوالي اصلي لاملونه بلل سوي.