خوست کي یو بل ځوان د غریبۍ له امله ځان وژنه کړې

نن یکشنبه ورځ د خوست څخه ځایي سرچېنو څراغ تلویزیون ته خبر ورکړی چي ددغه ولایت د متون ولسوالۍ په حبشخېله سیمه کي د شمس الله په نوم یو ځوان د بې کارۍ او غریبۍ څخه ځان وژنه کړې ده .
د یادوني وړ ده چي دوې ورځي مخکي هم په خوست کي یو ځوان د بې کارۍ له امله ځان وژنه کړې وه .
بلخوا بیا د خوست اوسېدونکي شکایت کوي چي ط.البانو تر حاکمیت لاندي د افغانستان د نورو ولایتو په پرتله په خوست کي د بې کارۍ او اقتصادي مشکلاتو له امله ځان وژني ډیري سوي دي ، خو ط.البان نه د کارموندني هڅه کوي نه د اقتصاد د ښه کېدو لپاره کوم ګام پورته کوي او نه یې د کومي بلي لاري ددغه ځان وژنو د مخنیوي لپاره کوم اقدام کړی دی.