د آسيا د‌ کرکټ جام نړۍوالي لوبي د سپټمبر پر نهمه پيلېږي

د آسيا د‌ کرکټ جام د ۲۰۲۵ ميلادي کال لوبي د سپټمبر پر ۹مه د عربي متحده اماراتو په کوربتوب تر سره کېږي.
په دغو لوبو کي د افغانستان په ګډون اته لوبډلي برخه اخلي.
د آسيا جام د کرکټ په دغو لوبو کي افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر پر نهمه د هانګ کانګ، دوهمه د همدې مياشتي پر ۱۶ مه د‌بنګله دېش او وروستۍ لوبه د همدې مياشتي پر ۱۸ مه د سريلانکا سره تر سره کوي.