د آلمان د کورنيو چارو وزير الکساندر دبرینت ویلي چي د آلمان حکومت د هغو افغانانو په اړه غور کوي، چي په پاکستان کي آلمان ته د انتقال له پاره انتظار کوي؛ پداسي حال کي چي د پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو پروسه زیاته سوې ده.
هغه د يوه خبري کنفرانس پرمهال تائيد کړې، چي ځیني افغانان چي د آلمان د منلو په پروګرام کي شامل دي د پاکستان د حکومت له خوا نيول سوي او افغانستان ته شړل سوي دي.
هغه وايي چي د يادي موضوع اړوند د برلین او اسلام آباد تر منځ خبري رواني دي او په اړه به ئې يوه حللاره راوباسي.
په آلمان کي د خطر سره د مخ افغانانو د منلو پروګرام د آلمان پخواني حکومت لخوا د ۲۰۲۲ ميلادي کال په اکتوبر کي پيل سو مګر د روان کال په فبرورۍ کي د محافظه کارو ګوند د انتخاباتو له بریا وروسته، دغه پروګرام معطل سو او نوی حکومت د دې پروګرام د تړلو اراده لري.