د ط..البانو د بهرنيو چارو وزارت څخه يوې سرچينې څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د آلمان دولت د برلين د قونسلګرۍ له پاره د ط..البانو دوه ډيپلوماتان منلي دي.
د سرچينې په وينا چي نبراس الحق عزيز او مصطفی هاشمي د ط..البانو له خوا د برلين په قونسلګرۍ کي د ط..البانو استازي ټاکل سوي دي.
په ورته وخت کي د آلمان دولت هم د برلين په قونسلګرۍ کي د دوو ط..البانو د منلو خبر تائيد کړی دئ.
د آلمان دولت وايي، چي دغه کار ئې د مجرم افغان کډوالو د ايستلو په لړۍ کي د اسانۍ په موخه کړی دئ.
بايد وويل سي، چي تېره جمعې ورځ د آلمان دولت ۸۱ تنه هغه افغان کډوالو چي په بېلابېلو جرمونو باندي مرتکب وو د قطر په منځګړيتوب ئې شړلي او افغانستان ته ئې انتقال کړي وو.