د آلمان رسنیو ويلي چي ط..البانو په کابل کي پر هغه ميلمستون چاپه وهلې چي آلمان ته د تګ له پاره د دغه هيواد محلي همکاران

د آلمان رسنیو ويلي چي ط..البانو په کابل کي پر هغه ميلمستون چاپه وهلې چي آلمان ته د تګ له پاره د دغه هيواد محلي همکاران او د هغوی کورنۍ په کښي اوسېدل.
دغه کسان چي په آلمان کي د منلو ژمني ورسره سوي، د پاکستان څخه ايستل سوي او اوس آلمان ته د تګ له پاره په کابل کي انتظار کوي.
د آلمان د ای‌آرډي دولتي رسنۍ د معلوماتو له مخي، دا پېښه د‌يکشنبې په ماخستن رامنځ ته سوې ده.

په راپور کي ويل سوي، چي ط..البانو په ميلمستون کي مېشت کسان په خپلو کوټو کي ساتلي او پوښتني ئې ورڅخه کړي وې.
راپور زياتوي، چي ط..البانو د دغو کسانو موبایلونه هم له ځان سره وړي او د دوی آلمان ته د مهاجرت اصلي لاملونه ئې ورڅخه پوښتلي دي.