د آلمان صدراعظم فريدريش مرتس د قطر د امير شيخ تميم بن حمد آل ثاني سره د تليفوني خبرو پرمهال د قطر د هغه هڅو ستاينه کړې، چي د آلمان څخه د ۸۱ تنو افغان کډوالو د اخراج په برخه کي ئې همکاري ورسره کړې ده.
هغوی د يادي تليفوني اړيکي پرمهال د سيمه پر روان وضعيت باندي خبري هم کړي وې.
بايد وويل سي، چي د آلمان دولت د تېري جمعې په ورځ ۸۱ تنه افغان کډوال چي په دغه هيواد کي په بېلابېلو جرمونو تورن ول او ياهم ئې د کډوالۍ قضيه رد سوې وه،د قطر د دولت په منځګړيتوب ئې کابل ته اخراج کړي وو.