د ابوظبي د ملي نفتو شرکت ادنوک وايي، د دغه شرکت دوې بېړۍ د هرمز تنګي څخه د تېرېدو پر مهال ويشتل سوي دي

د ابوظبي د ملي نفتو شرکت ادنوک وايي، د دغه شرکت دوې بېړۍ د هرمز تنګي څخه د تېرېدو پر مهال ويشتل سوي دي، خو په پېښه کي چاته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.
د متحده عربي اماراتو حکومت ایران د برید مسئول بللی او غندلی ئې دئ.
دا په یوه اوونۍ کي دوهم ځل دئ چي د ادنوک اړوند بېړۍ په هرمز تنګي کي له برید سره مخ کېږي.