د ارزګان څخه ځايي سرچينو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي چي د دغه ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کي يو ۲۷ کلن ځوان د قوس پر ۱۶ نېټه نامعلومو کسانو وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه ځوان عبدالعظيم نومیدی او بزګر و.
د سرچينې په حواله چي دغه ځوان د چاقو په وسيله وهل سوی او وژل سوی دئ.
تراوسه پوري د ارزګان ط..البانو د دغه ځوان د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.