د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د بابرو د کلي اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت غواړي په دغه سيمه کي د اوبو يو کوچنی بند جوړ کړي ترڅو د دغې سيمي د اوسېدونکو د اوبو ستونزه تر يوې اندازي پوري ورباندي حل سي. د دغه د اوبو د بند د جوړېدو چاري د سيمي د اوسېدونکو په حضور کي پيل سوې.
دغه بند چي د ارغنداب په بابرو کلي کي جوړيږي ۲۷ میلیونه افغانیو لګښت اوریاندي راځي، چي ټول لګښت ئې د سيمي خلګ ورکوي.
د دغي سيمي اوسېدونکي وايي چي مخکي به ئې باغونه او ځمکي په کارېزونو باندي اوبولې خو د کارېز د اوچېدلو له امله اوس د اوبو د کمښت سره مخ دي. هغوی وايي چي د یاد بند په جوړېدو سره به د اوبو زېرمهکولو له لاري د وچکالي اغېز کم سي او د کرني له پاره به په دوامداره توګه اوبه برابري سي.