د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن د ط..البانو د جزايي اصولنامې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي ئې دي چي دا قوانین د ښځو پر حقونو سخت محدودیتونه لګوي.
هغې په یوه ویډیويي پیغام کي ويلي، چي په افغانستان کي ښځي له کار کولو منع دي، انجونې زدهکړو ته لاسرسی نه لري او ښځي د نارینه محرم پرته د تګ راتګ اجازه نه لري.
د هغې په وینا، دا وضعیت د ښځو پر وړاندي جبري محدودیتونه دي.
نیومن ويلي چي قانون باید د خلګو ساتنه وکړي، خو د ط..البانو قوانین د ښځو د محوه کولو سبب سوی دئ. هغې دا قوانین د جنسیتي تبعیض پر اساس جوړ سوي بللي دي.
هغې له اروپايي ټولني وغوښتل چي د ط..البانو پر وړاندي هدفمند بندیزونه ولګوي او د افغان ښځو ملاتړ وکړي.
په ورته وخت کي بيا ځینو اروپايي هیوادونو په تېر کال کي له ط..البانو سره محدودي اړیکي ټینګي کړي دي. جرمني، ناروې او اتریش د هغو هیوادونو له ډلي دي چي د ط..البانو استازي ئې منلي دي.