د ازادۍ جبهه وايي په کابل کي ئې تېره شپه دوه ط..البان وژلي

د ط..البانو مخالفي د افغانستان د ازادۍ جبهې د‌ جمعې په ورځ په يوه نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د پنجشنبې په ماښام، د اسد پر ۲۳مه ئې د کابل ښار د څلورمي امنیتي حوزې په دهمزنګ په سیمه کي د ط..البانو پر یوه امنیتي پوستې برید کړی، چي پر مهال ئې دوه ط..البان وژل سوي او دوه نور ټپيان سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دا پوسته ط..البانو د اسد ۲۴مي، چي د جمهوریت د سقوط ورځ ده، د امنیتي تدابیرو له‌ پاره جوړه کړې وه.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو امنيتي ادارو تر اوسه د دغه بريد په اړه څه نه دي ويلي.