د ط.البانو ضد د افغانستان د ازادۍ جبهې په یو بیان کي ویلي چي په افغانستان کي د انټرنټ بندول د افغانانو پوهي او شعور ته یو لوی توهين دی.
د ازادۍ جبهې په یاد بیان کي زیاته کړې چي د انټرنټ بندول به افغانان د ګڼو ستونزو سر مخ کړي او افغانان به د نړۍ څخه نور هم په انزوا کي پاتي سي.
د ازادۍ جبهې د نړیوالو ټولنو غوښتنه کړې چي افغانان دي بیرته د انټرنټ او تکنالوجي خدماتو سره په هره ممکنه طریقه وصل کړي،تر څو افغانان د ط.البانو تر تاثیر لاندي رانسي او د تېر وخت تندخویه مذهبي عصر ته ونه ګرځي.
د ازادۍ جبهې ویلي چي که نړۍوالو ټولنو افغانان انټرنټ ته وصل کړل نو دوی به افغانستان د یو لوی بحران څخه وژغوري.