د ازادۍ جبهې د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي تېره شپه ئې د بدخشان ولايت مرکز فيض اباد ښار کي بريد کړی

د ازادۍ جبهې د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي تېره شپه ئې د بدخشان ولايت مرکز فيض اباد ښار کي بريد کړی.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه بريد پر مهال درې ط..البان وژل سوي او يو بل تن زخمي سوی دئ.
تراوسه پوري ط..البانو د ازادۍ د‌جبهې د دغه ادعا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

باید وويل سي، چي تر دې مخکي هم د ازادۍ جبهې ويلي وو، چي په کندز کي ئې دوه ط..البان وژلي او درې نور ئې ټپيان کړي.