د ازادۍ جبهې په کندوز کي د امرب.المعروف دوه ط..البان وژلي

د ازادۍ جبهې د سې شنبې په ورځ د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره ادعا کړې، چي تېره شپه ئې د کندوز ښار د خان اباد بندر په سيمه کي د دغه ولايت د امرب.المعروف پر رئیس م.لا نجيب الله غفوري باندي بريد کړی، چي په ترڅ کي ئې دوه تنه د امر ب.المعروف ط..البان وژل سوي دي.
خبرپاڼه زياتوي، چي د‌ غفوري د وژني يا ټپي کېدو اړوند اطلاعات تراوسه پوري نه لري.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه بريد د ط..البانو له خوا د افغان مېرمنو د ځوروني او نيوني د غبرګون په مقابل کي يې کړی دئ.
د ازادۍ په نوم د ط..البانو مخالفي جبهې ټينګار کړی، چي د افغان مېرمنو د حقونو څخه د دفاع په موخه به د دوی دا ډول بريدونه جريان ولري.