د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په مشرۍ یو لوړپوړی دولتي پلاوی نن پنج شنبه کابل ته راغلی ، څو د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ په درې اړخیزه ناسته کي ګډون وکړي.
په دغه ناسته کي به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو پراخولو او د سیمهییزو همکاریو، په ځانګړې توګه د افغان-ترانس ریل پټلۍ پروژې پر پرمختګ خبري وسي.
دا درېاړخیزه غونډه په داسي حال کي ترسره کېږي، چي یاد هيوادونه هڅه کوي د سیمهییزو اړیکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا له پاره ګډ ګامونه پورته کړي