د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا خپلو وګړو او په استرالیا کي مېشتو افغانانو ته خبرداری ورکړی، چي افغانستان ته د هر ډول سفر څخه ډډه وکړي، حتی که د کورنۍ د لیدني یا د واده په مراسمو کي د ګډون له پاره هم وي.
ياد وزارت ویلي، افغانستان لا هم ډېر خطرناک هیواد دئ.
استرالیا زیاته کړې، که ئې وګړي په افغانستان کي له ستونزو سره مخ سي، د هغوی د مرستي امکانات محدود دي.
دغه وزارت ويلي، چي په افغانستان کي د امنیتي ګواښونو، تاوتریخوالي او خپلسرو نیونو خطر لا هم لوړ دئ.