د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، د ایران او د هغه د سیمهییزو متحدانو پر ضد د اسرائیل پوځي عملیات لا پای ته نه دي رسېدلي او د دوی په وینا، اوسنی وضعیت د جګړې د ختمېدو معنا نه لري.
نتانیاهو د احتیاطي افسرانو له یوې ډلي سره په لیدنه کي ويلي، چي اسرائیل په وروستیو نښتو کي خپلي موخي تر ډېره ترلاسه کړي دي، خو لا هم په سیمه کي امنیتي ګواښونه موجود دي او اقدامات به دوام ومومي.
هغه د امریکا له ملاتړ څخه مننه وکړه، خو ټینګار ئې وکړ، چي اسرائیل باید په راتلونکي کي د خپلو دفاعي اړتیاوو د پوره کولو له پاره پر کورنیو پوځي تولیداتو او خپلواکو وسلو تکیه زیاته کړي.
نوموړي دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي د امریکا او ایران ترمنځ د وروستۍ هوکړي او د لبنان د وضعیت په اړه د واشنګټن او تلابیب ترمنځ اختلافات لا هم دوام لري.