د اسرائیلو د تازه بریدونو په جواب کښي د تهران هوايي دفاعي سیستمونه فعال سوي

د اسرائیلو له لوري د ایران پر خاوري د تازه هوايي بریدونو د پیلېدو سره سم، د ایران پلازمېني‌تهران په یو شمېر ستراتیژیکو برخو کښي دايران هوايي دفاعي سیستمونه په بیړني ډول فعال سوي دي.
د راپورونو له مخي، په فعاله سوو سیمو کښي د پاستور میدان هم شامل دئ، چي د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر آیت‌الله علي خامنه‌يي دفتر، د ولسمشرۍ ماڼۍ او نور مهم دولتي بنسټونه پکښي موقعیت لري.
د فارس نیوز اژانس د راپور پر بنسټ، دغه هوايي دفاعي سیستمونه د احتمالي بریدونو د مخنیوي او د تهران د حساسو سیمو د خوندیتوب په موخه فعاله سوي دي. تر اوسه د دغو بریدونو د دقیقو جزئیاتو او احتمالي زیانونو په اړه رسمي راپور نه دئ خپور سوی، خو د ایران نظامي چارواکو ویلي، چي د هر ډول بهرني ګواښ پر وړاندي د قاطع ځواب ورکولو له پاره بشپړ تیاری لري.