د اسرائیلو رسنیو د اسرائیلي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چي ایران اوس مهال پر اسرائیل د برید کولو لېوالتیا نه لري، ځکه پوهېږي چي دا کار به یو ځل بیا له اسرائیل سره سختي جګړې پیل کړي او کړکېچ به نور هم زیات کړي.
یوه اسرائیلي چارواکي ویلي، که ایران د اسرائیل پوځي هدفونه یا ملکي وګړي په نښه کړي، نو وضعیت به ډېر ژر بدل سي.
هغه زیاته کړې، اسرائیل به یوازي هغه وخت په دې جګړه کي مستقیم ګډون وکړي، چي امریکا ئې غوښتنه وکړي، یا ایران پر اسرائیل مستقیم برید وکړي.
بل اسرائیلي چارواکي د یکشنبې په ماښام ویلي، اسرائیل د امریکا او ایران ترمنځ روان وضعیت له نژدې څاري، خو تر اوسه په دې شخړه کي مستقیمه برخه نه لري.
د راپور له مخي، د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو غواړي د امریکایي سناتور لیندزي ګراهام د جنازې په مراسمو کي ګډون وکړي.
په راپور کي ويل سوي، چي نتانیاهو به د دې سفر پر مهال د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم وګوري.