د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، د ایران او اسرائیل ترمنځ روانه شخړه به هغه وخت پای ته ورسېږي، چي د ایران اوسنی حکومت نسکور سي، یا دومره کمزوری سي چي خپل اټومي پروګرام ودروي او خپله تګلاره بدله کړي.
نتانياهو د فاکس نیوز له شبکې سره په مرکه کي ويلي د ایران اټومي پروګرام باید د هوکړي له لاري وي پای ته ورسېږي.
هغه ادعا وکړه چي ایران له اټومي وسلو پرته هم په سیمه کي بېثباتي رامنځته کړې او د سعودي عربستان، بحرین، قطر، کویټ، متحده عربي اماراتو، اسرائیل او اردن پر وړاندي ئې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
نتانياهو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو هڅو هم ملاتړ وکړ، چي غواړي له ایران سره یوې هوکړي ته ورسېږي، خو ټینګار وکړ چي د ایران اټومي پروګرام باید په بشپړ ډول ختم سي.
هغه خبرداری هم ورکړ، که ایران په مستقیم ډول یا د خپلو نیابتي ډلو له لاري پر اسرائیل برید وکړي، نو د اسرائیلو جواب به ډېر سخت او ویجاړوونکی وي.