د اسرائیلو پوځ تازه اعلان کړی

د اسرائیلو پوځ تازه اعلان کړی، چي د ایران په قم ښار کي ئې د بالستیک توغندیو توغونکی او په اصفهان کي ئې د ایران هوايي دفاعي سیستم په نښه کړی دئ.
د دغو بریدونو ویډیو هم د اسرائیلو پوځ له خوا خپره سوې، چي په کښي ښکاري اسرائيلي جيټ الوتکي پر دغو مهمو نظامي هدفونه بمبار کوي.
بلخوا بيا د ايران دولت امريکا او اسرائيلو ته ګواښ کړی، چي د ايران د سخت غبرګون او جواب سره به مخامخ سي.