د اسلام اباد يوې محکمې د پاکستان د خيبر پښتونخوا د اعلی وزير سهيل اپريدي د نيولو حکم صادر کړی.
محکمې ويلي چي هغه پر دولتي ادارو بې اساسه تورنه لګولي او له هم دې امله پرېکړه سوې، چي هغه ونيسي.
محکمې هغه د څېړنو له پاره دعوت کړی و، خو هغه محکمې ته حاضر نه سو او وروسته محکمې د هغه د نيولو پرېکړه کړې ده.
بايد وويل سي، چي د خيبر پښتونخوا د اعلی وزير دفتر د اسلام اباد د محکمې د دغي پرېکړي په اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.