د اسلام کلا بندر د لاري هره ورځ ۴زره افغانان د ايران څخه افغانستان ته راځي

د راپورونو له مخي، په دې وروستیو کي د ایران څخه افغانستان ته د راتلونکو ویزې لرونکو افغانانو شمېر په چټکۍ سره زیات سوی دئ. ډېری دا کډوال د اسلام کلا بندر د لاري هيواد ته راستنېږي.
پخوا به هره ورځ شاوخوا ۷۰۰ افغانان له ایران څخه راوتل، خو اوس دا شمېر ورځ کي ۴،۰۰۰ ته رسیدلی دئ.
راستنېدونکي کډوال وايي، په ایران کي وروستیو اقتصادي ستونزو، د کاروبارونو درېدل او د مزدورۍ د فرصتونو کموالي دوی اړ کړي، چي خپل هيواد ته ستانه سي. دغه راز، په ایران کي د جګړې او ناامنۍ وېره هم یو بل مهم لامل دئ چي کډوال ئې دې ته هڅولي ترڅو خپلي کورنۍ له خطر سره مخ نه کړي او بېرته افغانستان ته راسي.