د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخي، امریکايي ډیپلوماتان او د هغوی د کورنیو غړي، د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې له پیل شپږ میاشتي وروسته، په منځني ختیځ کي د امریکا سفارتونو ته بېرته ستنېدل پیلوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په قطر، کویټ او بحرین کي د امریکايي ډیپلوماتانو کورنیو ته د بېرته ستنېدو اجازه ورکړې ده.
تر دې مخکي اسرائیلو ته هم د ډیپلوماتانو کورنیو او لبنان ته د ۲۱ کلونو څخه د پورته عمر کسانو د بېرته ستنېدو اجازه ورکړل سوې وه.
د راپور له مخي، د ډیپلوماتانو بېرته ستنېدل د ایران په اړه د ټرمپ د حکومت د پالیسۍ د بدلون معنا نه لري؛ بلکي د شپږ میاشتني اجباري وتلو د مودې له پای ته رسېدو سره تړاو لري.
امریکا وايي، د نوو محدودو عملیاتو له مخي به هر سفارت د امنیتي وضعیت له ارزوني وروسته پرېکړه کوي، چي څومره کارکوونکي او د هغوی د کورنۍ غړي بېرته ورستانه سي.