د اسيا د خبريالانو د خونديتوب کمېټې په خپل تازه راپور کي ويلي، چي د ط.. البانو د بيا واکمنۍ سره سم په افغانستان کي پر رسنيو سانسور ورځ تر بلي زياتېږي.
دغي ادارې دغه راز د ط..البانو له خوا د طلوع نيوز شبکې د دوو تنو خبریالانو منصور نيازي او عمران دانش نيول کېدل غندلي او د ط.. البانو ئې غوښتي چي ياد خبريالان دي ژر تر ژره ازاد کړي.
دغي کمېټې دغه راز ويلي، چي د افغان خبريالانو نيول کېدل په افغانستان کي د رسنيو د کار فضا سخته کړې ده او په وينا ئې چي افغان خبريالان تر فشار او سختي لاندي کار کوي.
ياد سازمان د افغان رسنيو پر ازادۍ ټينګار کړی دئ.