د اسټراليا رسنيو د يکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چي د دغه هيواد په نیو ساوت ولز ایالت کي د بونډي مشهور ساحل پر غاړه باندي د يهوديانو پر پروګرام باندي وسله والو ټکان کړي، چي له امله ئې لس کسان وژل سوي او ۱۲ تنه نور ټپيان سوي دي.
د دغه هيواد د پولیسو په وينا چي په وژل سوي کسان نهه ملکي وګړي او یو بریدګر دئ او په وينا ئې چي د پېښي ټپيان روغتون ته انتقال سوي او د يوشمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندیښنې وړد ښودل سوی دئ.
پېښه هغه مهال رامنځ ته سوې چي د دغه هيواد یهودي وګړي د «هانوکا» جشن له پاره راټول سوي وو. عیني شاهدان وایي، بریدګر له یوه پل څخه پر خلګو ټکان کړي.
پولیس وايي چي د دغه پېښي په تړاو ئې دوه کسان د پېښې له ځایه نیولي دي او اوس تر څېړنو لاندي دي.
د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي دا پېښه غندلې او له قربانیانو سره ئې خواخوږي ښودلې.
بايد وويل سي چي تراوسه پوري د دغه پېښي انګېزه نه ده معلومه.